کلېنټن د روسیې د نفوذ په اړه د بریتانیا حکومت په وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ د امريکا د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو کانديدې هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت پر وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ. د بريتانيا حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد پر سياستونو د روسيې د نفوذ په اړه پارلماني راپور به نهخپروي. خو هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه "نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" وبلله. مېرمن کلېنټن چې د امريکا د جمهوري رياست د ٢٠١٦م کال په ټاکنو کې بريالۍ نهشوه، دا څرګندونې پرون په يوه مرکه کې کړې دي. هغې ويلي، د بريتانيا ولس اړتيا لري چې د ډسېمبر پر ١٢مه په عمومي ټاکنو کې تر برخې... Читать полностью...