چارواکي: د تورخم پولې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی د ننګرهار چارواکي وایي، د ۲۴ ساعتونو پر مخ د تورخم د پولې له پرانېستل کېدو سره د تورخم په ښارګوټي کې ګمرکي خدمتونه هم د ۲۴ پرمخ هم فعاله شوي چې ورسره عواید هم د پخوا په پرتله ډېر زیات شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً د ورځې په متوسط ډول لس میلیونه افغانۍ زمونږ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی، د ګمرک ټولې اسانتیاوې د تورخم په ښارګوټۍ کې د ښاروالۍ ادارې له لوري خلکو او مسافرینو ته برابرې شوي، اوس ۲۴ ساعته باروړونکي موټر او عام خلک تګ راتګ... Читать полностью...