دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ وسله وال وژل شوي د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۲ وسله وال وژلي دي. دفاع وزارت نن شنبه غرمه مهال په یوې خبرپاڼې کې وویل، د جمعې له ورځې راهېسې یې په څو ولایتونو کې لس تعرضي او چاڼیز عملیات کړي، یواتیا کومانډويي چاپې یې وهلي او د "ترهګرو" پر ځالو یې ۲۲ هوايي بریدونه کړي دي. د دې وزات د خبرپاڼې په وینا، د "د هلمند ولایت په موسی کلا، سنګین او مارجې ولسوالیو کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي" همدارنګه یې د زابل ولایت په شینکۍ او میزانې ولسوالیو کې هم د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو او دوه تنو د نیول کېدو خبر ورکړی. Читать полностью...
К 100-летию Булата Окуджавы драмтеатр подарит зрителям спектакль - Иркутская область. Официальный портал