جرمني د ځینو ورتلونکو افغانانو د ویزو ارزونه کوي د جرمني حکومت د هغو افغانانو د ویزو ارزونه کوي چې غواړي په دغه هېواد کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي. دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پارلمان د غوښتنې په ځواب کې کړې، خو هغه کسان چې غواړي په جرمني کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي، لومړی باید له افغانستانه ووځي. په کابل کې د جرمني قونسلګرۍ د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې تر برید وروسته تړل شوې وه. له همدې کبله هر هغه څوک چې غواړي د جرمني ویزې اخيستلو ته اقدام وکړي، باید په اسلاماباد یا نوې ډهلي کې د جرمني قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. Читать полностью...