د میدان ښار ښارواله وايي څو محدودو کسانو یې د کار مخه ډب کړې ظریفه غفاري چې څو میاشتې مخکې د میدان وردګو د مرګز میدان ښار لپاره د ولسمشر لهخوا د ښاروالۍ په توګه ټاکل شوې، وايي تر اوسه یې هم رسماً دنده نه ده پیل کړې. نوموړې تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دې دندې ته نېژدې پنځه میاشتې مخکې د ازادې سیالۍ له لارې غوره شوې، خو په ولایتي سطحه د څو محدودو کسانو لهخوا د یوې مېرمنې په توګه ورسره مخالفت کېږي چې تر اوسه یې د دې د معرفي کېدو مخه ډب کړې. ظریفه غفاري وايي، مرکزي حکومت په ځانګړي توګه د سیمهییزو ارګانونه خپلواکه اداره باید د دې د معرفي کېدو په برخه کې... Читать полностью...