د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین له خپلې دندې استعفا وکړه د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي کرزي ولسمشر ته په خپله استعفا لیک کې ویلي چي ترجیح ورکوي د خپلو خلکو ترڅنګ ووسېږي او دا چې په ملي وحدت حکومت کې د موجودو اختلافاتو له کبله استعفا کوي. د حکمت خلیل کرزي په خبره دغو د نظر اختلافونو د ده لپاره کاري فضا محدوده کړې او د افغانستان د خلکو د لومړنیو حقونو د دفاع په برخه کې یې د ده د کار پر دوام منفي اغېز کړی دی. په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د ورته دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې وه. Читать полностью...
Консультации, Составление Договоров, Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.