په IPL سیالیو کې کېنګز پنجاب لوبډله له ډهلي ډېرډیولز سره مخ کېږي د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا IPL دوه ویشتمه لوبه د کېنګز پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو تر منځ نن دوشنبه په ډهلي کې تر سره کېږي. د کېنګز پنجاب لوبډلې چې افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ له ځانه سره لري، تر دې دمه په پنځو لوبو کې څلور لوبې ګټلي او په دوهم مقام کې ځای لري. د ډهلي لوبډلې بیا په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او تر دې دمه د جدول په وروستي یا اتم مقام کې ځای لري. د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کرېک انفو د پنجاب لوبډلې په بریاوو کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه او د ویسټ انډیزي لوبغاړي ګريس ګېل ښه توپوهنه د پام وړ بللې ده. Читать полностью...