پاکستان په اضطراري ډول خپلو اتباعو ته د روسیې کرونا ضد واکسین تصویب کړ پاکستان د کرونا وبا د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره، خلکو ته په اضطراري ډول د روسیې ساخت واکسین ورکول تصویب کړل. د سپوتنیک وي (Sputnik-V) په نوم د کرونا ضد واکسین ورکول په داسې حال کې تصویب شول چې پاکستان د اکسفورډ پوهنتون او استرازنیکا شرکت او د چین د یوه دولتي شرکت سینوفارم واکسینونو تطبیق ته هم رضایت ښوولی دی. دا چې په پاکستان کې به سپوتنیک وي واکسین کله پیلېږي، کومه مشخصه نېټه نهده اعلان شوې. پاکستان چې د نړۍ په سطحه د نفوسو د شمېر له مخې پنځم ځای لري، په کرونا ویروس پهکې څه باندې ۱۱ زره کسان مړه شوي دي. Читать полностью...
«Он ни разу не наступил мне на ногу!»: Тина Синатра высказалась о планах Мартина Скорсезе снять фильм об ее отце