د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: احتمالي اوږدمهاله وچکالي افغانستان ګواښي
د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یو بزګر خیرالله وايي پرلپسې وچکالۍ یې کرنه سخته زیانمنه کړې ده.
هغه چې په خپله ځمکه کې زعفران او نور دانه لرونکي بوټي کري د شنبې په ورځ د ډیسمبر ۶ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د بارانونو د کمښت له امله د اوبو کچه د پام وړ ټېټه شوې چې د اندېښنې وړ ده.
"په دې وروستیو کې د هرات په بیلابیلوولسوالیو کې وچکالي یوه ډیره جدي ستونزه ګرځیدلې. له بده مرغه، یو څاڅکی باران هم نه دی شوی چې له امله یې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده او زموږ کرنیز محصولات صفر ته رسېدلي دي، خلک...