پاکستان وايي، اسلام اباد ته د ترک پلاوی سفر ممکن د طالبانو د نه همکارۍ له امله ځنډېدلی وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په اړه اسلام اباد ته د ترکیې د یوه جګپوړي پلاوي تګ ممکن د طالبانو د نه همکارۍ له کبله ځنډېدلی وي.
ټاکل شوې وه چې د ترکیې د درو جګپوړو چارواکو په ګډون پلاوی تېره (نوومبر) میاشت اسلام اباد ته تللی وای.
د دې پلاوي د سفر خبره د تېرې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په باکو کې د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره په کتنه کې کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن (جمعه) په اسلام اباد...