د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ۷۶مه کليزه؛ فعالانې: افغان مېرمنې له خپلو بشري حقونو بېبرخې دي نن د دسمبر لسمه د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو لهخوا د بشري حقونو نړیواله ورځ نومول شوې ده. نن د دسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې شپږ اویا کاله پوره شول. دغه دېرش مادهيي نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو لهمخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاستهراوړنو بلل کېږي. دا ورځ د افغانستان پهشان هېوادونو کې چې خلک یې له لسیزو راهیسې د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره مخامخ دي، ځانګړی اهمیت لري. پرون (دوشنبې) د دې ورځې په درشل کې ملګروملتو... Читать полностью...