په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان څه وايي د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د بشري حقونو ځینې کورني او نړیوال سازمانونه، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي یې په افغانستان کې « زړه بوږنوونکي» بولي. ځینې افغانان چې په بېلابېلو برخو کې یې دندې درلودې او په مختلفو تورونو د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي، ازادي راډیوته په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبانو ورسره په زندانونو کې خورا بد چلند کړی او «سخت شکنجه» کړي یې دي. د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی او د تېر جمهوري حکومت... Читать полностью...