د هيئت تحريرالشام ډلې سوريه کې د يو موقت حکومت لپاره د چمتووالي خبر ورکړی هغه وسلهوال چې د بشارالاسد رژیم یې د یکشنبې په ورځ وپرځاوه وایي چې، د یو موقت حکومت په جوړولو بوخت دي او د راپورونو لهمخې محمد بشیر به، چې د هیئت تحریرالشام غړی دی، د دې موقت حکومت صدراعظم وي. محمد بشیر د ادلب ولایت اداره په غاړه لرله، چې د هیئت تحریرالشام تر کنټرول لاندې وه. د بشارالاسد لهخوا ټاکل شوي صدراعظم محمد غازي جلالي ویلي چې، د واک د انتقال په پروسه کې به مرسته وکړي. د راپورونو لهمخې، اوس د بشارالاسد مخالفان د دمشق ښار او دولتي ودانیو بشپړ کنټرول په لاس کې لري. Читать полностью...
Главным мировым звездам объявили войну. Фанаты решили тотально их игнорировать и лишить заработка. Что случилось?