په دمشق کې د چاودنې لوړ غږ واورېدل شو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې نن سهار د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو او دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اسراییل په سوریه کې د بدلون په دوام د سوریې پر پوځي تاسیساتو پرله پسې هوايي بریدونه کوي. د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په برتانیا کې دی نن په یوه بیان کې وویل چې اسراییلو د سوریې تر ټولو مهم پوځي تاسیسات له منځه وړي دي او د ګولان په لوړو کې چې اسراییلو اشغال کړې دي، حایل زون ته نژدې اسراییلي سرتېري ځای پرځای شوي دي. اسراییلي چارواکو ویلي دي چې دا سرتېري یې د بشاراسد... Читать полностью...