د بې پولې خبریالانو ټولنې د ارزو تلویزیون د بیافعالیدو غوښټنه وکړه د بې سرحده خبریالانو ټولنې RSF د آرزو ټلویزیون د اوو کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. RSF د طالبانو دا اقدام د نه منلو وړ بللی او غندلی یې دی. د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورین د لیندۍ په ۱۴مه د آرزو ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او دروازه یې ورته مهر و لاک کړه. دې وزارت تور ولګاوه چې آرزو ټلویزیون له بهرنیو رسنیو سره اړیکي لري او خپرونې یې له اسلامي ارزښتونو او ملي عنعنو سره په ټکر کې دي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ګڼو خصوصي رسنیو د طالبانو د ځپونکو... Читать полностью...