د طالبانو پر مشر د سراجالدين حقاني نيوکې؛ کارپوهان: د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلاف شته یوشمېر سیاسي کارپوهان د طالبانو په مشر د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني غیر مستقیمي نیوکې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف په معنا بولي. سیاسي کارپوه فیضالله جلال نن دوشنبه د (سپټمبر ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، ښايي اختلافات د نړیوالې ټولنې د فشارونو او د خلکو د نارضایتۍ له کبله رامنځته شوي وي. نوموړی وايي: "له شک پرته چې فشارونو د دوی ترمنځ اختلاف رامنځته کړی دي، ځینې یې داسې فکر کوي چې که موږ داسې مخته ځو نو تېرو درېیو کلونو ته په کتو نړیواله ټولنه مو په رسمیت... Читать полностью...