قطري او امریکايي استازو په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې کړي د امریکا د متحدو ایالتونو او قطر دوو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې فورم د غونډې په څنډه کې کتلي او د دواړو لوریو د نږدې اړیکو تر څنګ یې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې. په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. قطر تېره شنبه او یکشنه د دوحې فورم د غونډې کوربه و. Читать полностью...