د کرملين وياند: پوتين په شخصي ډول بشارالاسد ته سياسي پناه ورکړې د کرملین ویاند وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده. دمتري پسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه وکړه، چې اسد او د کورنۍ غړو ته یې پناه ورکړي. هغه پهدې باب نور توضیحات ورنهکړل. بشارالاسد د سوریې د نظام له پرځېدو وروسته مسکو ته تللی او پر سوریې د هیئت تحریرالشام افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو پرون یکشنبه ولکه ټینګه کړه. په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت بحثونه وکړي. Читать полностью...