د بېلابېلو هېوادونو استازي د پلاسټیکو پیداوار پر محدودولو غږېدلي د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازو د پلاسټیکو له وجې د چاپېریال ککړتیا پر مخنیوي خبرې کړې دي. دا مذاکرات د نومبر پر ۲۵مه پیل شوي ول چې د ډېسېمبر پر لومړۍ هم روان ول. د خبرو موخه د پلاسټیکو پیداوار محدودول او له وجې یې د ککړتیا د مخنیوي نړیوالې هڅې دي. د چاپېریال ساتنې بېلابېلې ادارې وايي چې که پر وخت د پلاسټیک پیداوار محدود نه شي نو تر ۲۰۶۰ز کال پورې به یې له وجې د چاپېریال ککړتیا درې چنده زیاته شي. د اسوشيټېډ پرېس، رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ. Читать полностью...
Сервисное локомотивное депо «Иваново» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Севрис» выпустило из среднего ремонта 25-й локомотив серии 2ТЭ116УД.