په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار وشو امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار کړی دی. دغو څلورو هیوادونو نن سهار دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې تحولات له نږدې څاري. دغو هېوادونو همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو او له ټولو لوریو څخه د ملکیانو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه. په بیان کې ویل شوي چې د کړکېچ اوسنی زیاتوالی یوازې د سوریې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۵۴ نمبر پرېکړهلیک سره سم د سیاسي حل پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي. ۲۲۵۴ پرېکړهلیک... Читать полностью...