حالوش: د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي چې د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي دي. دغه بنسټ پرون یکشنبه په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې د قتل او د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د دغو کسانو د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده. وړاندې ویل شوي چې د افغانستان وګړی اسماعیل بارکزی نومېده چې د فراه ولایت اوسېدونکی و او په ۱۷ کلنۍ کې په یزد کې د قتل په تور نیول شوی و. تر دې مخکې په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بل بنسټ ویلي وو چې د سږ میلادي کال په اکټوبر... Читать полностью...