بدخشان کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ پنځه کسان تري تم شوي په بدخشان کې پنځه کسان سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له پېښې وروسته تري تم شوي دي. باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د لیندۍ ۹مه د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې دا موټر د بهارک-فیض آباد پر لاره کوکچې سیند ته وغورځېد. د خبر له مخې، چارواکو موټر له سیند څخه راایستلی، خو سپرلۍ یې تراوسه لادرکه دي. ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځه کسان په اوبو کې ډوب شوي، خو د باختر په خبر کې د چارواکو له قوله راغلي چې د ورکو کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي. په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي. Читать полностью...