اوکراين د روسيې د ننه د تېلو پر يوه زېرمهتون د بريد خبر ورکړی اوکراین وايي، چې نن (پنجشنبې) یې د روسیې دننه د تېلو پر یو زېرمهتون او د هوايي دفاع پر یو رادار برید کړی دی. دا برید پهداسې حال کې شوی چې، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د کار تر پیلېدو مخکې روسیې او اوکراین پر یو بل بریدونه ډېر کړي دي. د اوکراین د پوځ عمومي قومندانۍ ویلي، د روسیې د روستوف په سیمه کې یې د اتالس د تېلو په ذخیره برید کړی، چې له امله یې په دغو تاسیساتو کې اور لګېدلی. د تېلو د زېرمه کولو پر دغو تاسیساتو تر دې وړاندې سږ کال یو بل برید هم شوی و. Читать полностью...
В Республике Татарстан пройдет региональный отборочный тур фестиваля детского творчества «Добрая волна»