ملګري ملتونه: طالبان دې پر رسنیو بندیزونه ختم کړي ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی دی چې ورباندې دې بندیزونه لیرې کړي او د خبریالانو ځورونې دې ودروي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. البته په تېرو وختونو کې یې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ادارو غوښتنې او راپورونه رد کړي دي. ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانان پر چارواکو نیوکې نه شي کولای او حقایقو ته یې لاسرسی محدود شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ. Читать полностью...