يوشمېر بنسټونو د پاکستاني خبريال مطيعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه وکړه د بشري حقونو یوشمېر موسسو د پاکستاني خبریال مطیعالله جان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. مطیعالله جان د چهارشنبې په ورځ ونیول شو او پر ده د ترهګرۍ اړوند تور لګېدلی دی. مطیعالله جان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو راپورونه ورکول. د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې پرون وویل چې، مطیعالله جان په جعلي تورونو نیول شوی او دا د بیان او رسنیو ازادۍ ته توهین دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې ياد خبريال ازاد کړي. Читать полностью...