В Республике Татарстан пройдет региональный отборочный тур фестиваля детского творчества «Добрая волна»
د بښنې نړيوال سازمان: نړيوالې ټولنې طالبان ځواب ويونکي نهدي ګرځولي د بښنې نړیوال سازمان لهدې امله اندېښنه ښودلې چې، نړیوالې ټولنې طالبان ځواب ویونکي نهدي ګرځولي او پهدې کار کې پاتې راغلې. دې سازمان د (نومبر ۲۷مه) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین په درېیمه ورځ پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د غوښتنلیک په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړې چې، د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یاد لیک لاسلیک کړي. د ښځو د حقونو یوه فعاله شفیقه رزمنده، د بښنې نړیوال سازمان د هڅو هرکلی کوي، خو ورسره پر طالبانو د فشار نه راوړلو له امله د نړیوالې ټولنې پر کړنو نیوکه کوي. Читать полностью...