پاکستان کې ځینې افغان پناه غوښتونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي یو شمېر افغانان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، د اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو کېدو شکایت کوي. حبیبالله د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې له تېرو اووه میاشتو راهیسې پاکستان کې دېره دی. هغه وايي، یو بل هېواد کې د پناه اخستو د قضیې په موخه پاکستان ته تللی، خو نه یوازې دا چې قضیې یې ډېر وخت ونیوه، بلکې د خوراکي توکو د بیو پورته کېدو ستونزې لا زیاتې کړې دي. نوموړي وویل: "زه د ۲۰۲۲ کال په جون کې پاکستان ته راغلم. زوی مې امریکا کې دی او زموږ کارونه هم روان دی. Читать полностью...