د سویلي افریقا لوبډلې له انګلستان لوبلړۍ وګټله د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو دویمه یو ورځنۍ لوبه هم کوربه هېواد په ۵ وېکټو وګټله. سویلي افریقا د انګلستان د ۳۴۳ منډو هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۹،۱ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې د ۳ یو ورځنیو لوبو لومړنۍ دوه لوبې وګټلې. په دې سیالۍ کې د انګلستان لپاره لوبډلمشر جاس بټلر، هیري بروک او معین علي نیمې سلیزې ووهلې او هدف ته د رسېدو په پار د کوربه هېواد لوبډلمشر ټیمبا بهوما سلیزه ووهله، هغه ۱۰۹ منډې وکړې، خو د ډیوېډ میلر ۵۸ او د مارکو یانسین ۳۸ ناسوځېدلو منډو سویلي افریقا بریا ته ورسوله. Читать полностью...