په لسبیله کې کندې ته د ګاډي پريوتو په پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي د بلوچستان په لسبيله کې کندې ته د يو ګاډي د پريوتو په پېښه کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان مړه شوي دي. د لسبيلې مرستيال کمیشنر حمزه انجم د جنورۍ پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې دومره ډير خلک ښايي له دې وجې هم مړه شوي وي، چې په بس کې تر غورځېدو وروسته اور لګيدلی وو. انجم زیاته کړه چې دغه ګاډی له کوټې څخه کراچۍ ته پر لار وو چې د پُل يوې ستنې سره تر ټکر وروسته لویې کنډې ته ولوېد. د هغه په خبره په ګاډي کې ۴۸ کسان سپاره ول چې يو ماشوم او د ښځې په ګډون اته کسان ژوندي راوېستل شوي دي. انجم زیاته کړه... Читать полностью...